محتسبینو په فراه، فاریاب، غزني او روزګان ولایتونو کې د قومنو تر منځ شته دښمنۍ حل او پر دوستۍ بدلې کړې  

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۸:۲۳
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فراه، روزګان، غزني او فاریاب ولایتونو محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د قومونو ترمنځ شته دښمنۍ او خپلمنځي اختلافات چې د ګڼ شمېر کورنیو ستونزو، ناخوالو او د قومنو ترمنځ د اوږد مهاله جنجالونو او اړیکو پرې کېدو لامل شوې وې پر دوستۍ بدلې کړې.

په دې پار جوړو شوو ولسي ناستو ته محتسبینو پخپلو خبرو کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: ژبني تعصبات، قومي شخړې او بې اتفاقي په ټولنه کې بې عدالتۍ ته لار هواروي او شته امن له منځه وړي چې باید مخه یې ونیول شي.

هغوی همداراز زیاته کړه: د اسلامي امارت د هرې برخې مسؤلین هڅه کوي تر څو د هېواد والو له پاره د ارام ژوند تېرولو زمینه برابره کړي او چاته دا اجازه نه ورکوي چې ګډوډیو او بې اتفاقیو ته لار هواره کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي د امربالمعروف وزارت د محتسبینو دا کړنې ستایي او وایي چې مسؤلین، قومي مخور او متنفذین  باید په ټولنه کې د شته ستونزو د‌ هواري له پاره خپلې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د امربالمعروف وزارت محتسبینو د یوې با امنه ټولنې د رامنخته کولو په موخه د ژبني تعصباتو او قومي بدیو مخه نیولې چې ځایي خلک یې له کړنو هر کلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

BACK TO NEWS