محتسبینو په فراه، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې درې مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۵۳
mhtsbyn_dr_frah_nngrhar_w_bghlan_sh_az_zn_ra_az_zlm_njat_dadnd.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ننګرهار، فراه او بغلان ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه درې مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

مسؤلین یې په تړاو وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین زیاتوي، چې په پوره توان د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو تأمین او ورکړې ته ژمن دې او  هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS