محتسبینو په فراه، کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو کې د قومنو تر منځ خپلمنځي شخړې حل او پر دوستۍ بدلې کړې  

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۸:۲۹
frah-_hl_akhtlafat.jpg

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فراه، کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د قومونو ترمنځ شته دښمنۍ او خپلمنځي اختلافات، چې د ګڼ شمېر ستونزو، ناخوالو او د قومونو ترمنځ د اړیکو پرې کېدو لامل شوې وې، پر دوستۍ بدلې کړې.
په دې پار جوړو شوو ولسي ناستو ته محتسبینو په خپلو خبرو کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، خپلمنځي شخړې او ژبني تعصبات ټولنه د بې اتفاقۍ لور ته ټېل وهي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې باید مخه یې ونیول شي.

هغوی همداراز زیاته کړه، د اسلامي امارت د هرې برخې مسؤولین هڅه کوي تر څو د هېواد والو لپاره د ارام ژوند تېرولو زمینه برابره کړي او چاته دا اجازه نه ورکوي، چې ګډوډیو او بې اتفاقیو ته لار هواره کړي.
 بلخوا ځایي اوسېدونکي د امربالمعروف وزارت د محتسبینو اصلاحي کړنې ستایي او وایي، چې مسؤولین قومي مخور او متنفذین باید د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د‌ هواري لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د امربالمعروف وزارت محتسبینو په خپلو هڅو په ټولنه کې د بدیو مخه نیولې چې ځایي خلک یې له کړنو هر کلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

BACK TO NEWS