محتسبینو په لوګر، میدان وردګ، غزني او ننګرهار ولایتونو کې (۹) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې.

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، میدان وردګ، ننګرهار او لوګر ولایتونو محتسبینو نهه مېرمنې، چې له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې او د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې او ورته ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادو ولایتونو د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس زورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، مهر او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS