محتسبینو په ننګرهار، روزګان، جوزجان، فراه او پکتیکا ولایتونو کې (۶) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۷
Alternative

 د پکتیکا، ننګرهار، روزګان، جوزجان او فراه ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا، په یادو ولایتونو کې (۶) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.
د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلین وایي: نوموړې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو لسو کلونو راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.
مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په پکتیکا ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

د پکتیکا ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۲۹
Background image

خوست کې یوې مېرمنې له (۱۸) کلن محرومیت وروسته د خپلې خوښې شرعي نکاح حق تر لاسه کړ

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت په مرکز متون ښار کې، هغه مېرمن د خپلې خوښې شرعي نکاح له حقونو څخه برخمنه کړه، چې خاوند یې وفات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۲۵
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې اته مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په نورستان، غزني او سرپل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د. . .

BACK TO NEWS