محتسبینو په ننګرهار ولایت کې دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ننګرهار ولایت کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.
مسؤلین یې په تړاو وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین زیاتوي، چې په پوره توان د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو تأمین او ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.
