محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې
محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه د کورنیو تر منځ (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.
مسؤلین وایي: یادې شخړې او دښمنۍ د ټولنیزو مسائلو، مېرمنو حقونو او ورته پېښو له امله رامنځته شوې وې، چې د یادو ولایتونو محتسبینو د ځایي مسؤلینو، قومي مخورو او دیني عالمانو په مرسته او منځګړیتوب حل کړې او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغې جوړې ته لار هواره کړه.
محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو وغوښتل، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه چې د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمنۍ وپالي.
بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له محتسبینو غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.
