محتسبینو په نورستان، خوست او فراه ولایتونو کې درې شخړې حل کړې
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، نورستان او فراه ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د څو کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب شوې وې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.
دا اوږد مهاله شخړې، چې د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له امله رامنځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.
د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو دښمنیو او وړو شخړو مخه نیولې او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري
