محتسبینو په پنځو ولایتونو کې دوه ویشت شخړې حل کړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۹:۳۰
mhtsbynw_ph_pnhw_wlaytwnw_k_dwh_wysht_shkhr_hl_kr.jpg

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، بغلان، غور، تخار او زابل ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب شوې وې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله شخړې، چې د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له امله رامنځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه.

د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د سلګونو لویو دښمنیو او وړو شخړو مخه نیولې او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۶۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او. . .

BACK TO NEWS