محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۶مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۳
whatsapp_image_2026-10-06_at_9.28.48_am.jpeg

محتسبینو په بلخ، ننګرهار، سرپل، بغلان او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۱۶ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده؛ له کورني تاوتریخوالي ژغورلې او له شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د امربالمعروف مسؤولین یې په تړاو وایي: یادې مېرمنې چې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې د محتسبینو په هڅو له ظلم څخه وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په یادو قضیو کې د کورني ظلم، نفقې، کورني بند، ولور، میراث او ورته نورې قضیې د محتسبینو له لوري حل شوې دي او د محتسبینو له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه جدي کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

خوست کې یوه نجلۍ د محتسبینو په هڅو له ناخوښه نکاح څخه وژغورل شوه

د خوست ولایت محتسبینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په تڼیو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۸
Background image

کونړ کې محتسبینو له ځوانانو سره د همغږۍ او  فکري سمون په  موخه ناسته وکړه

 د کونړ ولایت محتسبینو په څوکۍ ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ، ناوړه دودونو د مخنیوي، فکري سمون، په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ناسته وکړه.

د محتسبینو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۳
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۶مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

محتسبینو په بلخ، ننګرهار، سرپل، بغلان او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۱۶ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ. . .

BACK TO NEWS