محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
whatsapp_image_2026-09-20_at_9.07.28_am.jpeg

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي او د با کیفیته موادو بازار ته د وړاندې کولو په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې ټینګار وکړ، چې په ورځنیو تجارتي کړنو کې الهي لارښوونې په پام کې ونیسي او له هغو ټولو بدو کړنو لکه سود، احتکار او ترازو کې کم والي څخه ډډه وکړي او ورته مهال یې سلګونه قلمه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکې له منځه وړي دې.

د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په دې برخه کې د خپلو کړنو له شروع سره په ټول هېواد کې زرګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه وړي چې ور سره په بازارونو کې د غیر شرعي کړنو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS