محتسبینو په کابل، فراه، کندز، هلمند، لغمان او کونړ ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۳۳
img-20260126-wa0006.jpg

د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د مرکز په ګدون په ولسوالیو کې له یو شمېر سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.
 مسؤلینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۵۳
Background image

نورستان کې محتسبینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د منکراتو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه

د نورستان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو او په ټولنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۴۲
Background image

د هېواد په خوست، غزني او تخار ولایتونو کې څلور مېرمنو د شرعي نکاح حق تر لاسه کړ

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، غزني او تخار ولایتونو کې څلور مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د نکاح له شرعي حقوقو څخه بې برخې وې او د ناوړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۲:۲۷
Background image

بغلان کې محتسبینو دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

 د بغلان ولایت محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل. . .

BACK TO NEWS