محتسبین: خپل منځي شخړې ټولنه د بې اتفاقۍ لور ته ټېل وهي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۷
mydan_wdrk_-_hl_akhtlafat_.jpg

 د میدان وردګ ولایت اړوند د دایمیرداد او جلګې ولسوالیو محتسبینو په ګډه همکارۍ د پنځو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر راپورته شوې اته کلنه بدي حل او پر دوستۍ بدله کړه.

په دې اړه جوړه شوې ناسته کې، محتسبینو د سولې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: خپلمنځي شخړې ټولنه د بې اتفاقۍ لور ته ټېل وهي، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او په ټولنه کې د نورو ستونزو د را منځته کېدو سبب کېږي.

محتسبیو د سیمې پر خلکو غږ وکړ، چې د اسلامي اصولو په رڼا کې ژوند وکړي او په ټولنه کې شته ستونزې د الهي قوانینو او جرګو له لارې حل کړي.

محتسبینو همدا راز زیاته کړه ، د اسلامي امارت د هرې برخې مسؤلین هڅه کوي تر څو د هېواد والو له پاره د ارام ژوند تېرولو زمینه برابره کړي او چاته دا اجازه نه ورکوي چې ګډوډیو او بې اتفاقیو ته لار هواره کړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د محتسبینو کړنې ستایي او له امارتي مسؤلینو او قومي مخورو غواړي چې د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د‌ هواري لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د د ې ولایت محتسبینو د ورته لسګونو بدبو مخه نیولې او خلک یې د یووالي لور ته رابللي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

BACK TO NEWS