مولوي سعید احمد شهید خېل د امربالمعروف وزارت نظامي معین وټاکل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۵:۱۶

د امیر المؤمنین الشیخ هبة الله حفظه الله د حکم پر اساس د پوهنې وزارت مخکنی مالي او اداري معین مولوي سعید احمد شهید خېل د امربالمعروف وزارت د نظامي معین په توګه ګمارل شوی و.

د امربالمعروف وزارت د غونډو په تالار کې په دې پار جوړه شوې ناسته چې پکې د یاد وزارت د سر پرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په شمول د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق او د وزارت ګڼو مسؤلینو پکې شتون درلود نن ورځ دو شنبه رسما د وزارت کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

یاده ناسته کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سر پرست شیخ محمد خالد الحنفي پخپلو خبرو کې لومړی راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او

بیا یې نظامي معینیت ته په اشارې و ویل چې مونږ باید لومړی خپلو د نظام خلکو ته متوجه شو او د دوی په جوړښت کار وکړو، د امیرالمؤمنین فرامین پرې عملي کړو ځکه د نظام جوړښت  د خلکو جوړښت دی.

هغه زیاته کړه چې د نړۍ اسلامي هیوادونه زموږ کړنو ته متوجه دي، موږ باید د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړو چې له ټاکل شوې پالیسي سره په ټکر کې وي.

همدا راز ناستې ته شیخ نورالحق پخپلو خبرو کې  وویل: په نړۍ کې د اسلامي هیوادونو په شمول پخپلو نظامونو کې د اقتصاد، صحت او  ملي ارزښتونو د تحفظ له پاره پخپل ساختار کې ادارې لري؛ خود معنویاتو او اخلاقو د ساتنې له پاره یو ټاکل شوی سیستم شتون نه لري چې یوازي دا امتیاز اسلامي امارت لري چې د امربالمعروف وزارت په وسیله خلک پر نېکیو امر کوي او خلک له بدیو ژغوري.

دغه راز ناستې ته د امربالمعروف وزارت نوي ټاکل شوي نظامي معین مولوي سعید احمد شهید خېل وویل، په ټولنه کې د مسلمانانو لومړنۍ دنده خلک نېکیو ته را بلل او له منکراتو ژغورل دي.

هغه د قرآن کریم د ایاتونو پر مصداق وویل(دا د الله جل جلاله غوښتنه ده چې په انسانانو کې باید داسې ټولی شتون ولري چې پر نېکیو امر وکړي او خلک له بدیو را وګرځوي).

نوموړي وړاندې وویل، موږ هڅه کوو چې په را سپارل شوو مسؤلیتونو کې د مشرانو اطاعت وکړو او هیواد والو ته ريښتونی خدمت وړاندې کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۸:۵۳
Background image

ننګرهار ولایت کې یوه مېرمن له ۲۷ کلونو وروسته له خپلې مور او وروڼو سره یو ځای شوه

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په هڅو یوه مېرمن له ۲۷ کالونو وروسته له خپلې مور او وروڼو سره یو ځای شوه.

د یاد ولایت د امر بالمعروف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۸:۳۷
Background image

بلخ کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سودا ګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

 
د بلخ ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د غزني، میدان وردګ او سرپل ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو درې شخړې حل کړې دي

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې شخړه چې  د دوو تنو د وژل کېدلو او. . .

BACK TO NEWS