میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۱۸
dr_mydan_wrdk_yk_zn_njat_yaft.jpeg

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو هغه مېرمن له کورني ظلم څخه وژغورله، چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوند د ناوړه چلند له امله د خپل پلار په کور کې اوسېدلې او بې سر نوشته پاتې وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

په دې تړاو د یاد ولایت مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند او د هغه د کورنۍ له ‌خوا له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، ناوړه چلند او وهلو ټکولو سره مخ وه او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبینو د یادې مېرمنې د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناسته کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه تېره میاشت کې د مېرمنو اړوند سلګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخه نیسي، چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS