ننګرهار کې محتسبینو پنځه ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۳۵
dr_nngrhar_mhtsbyn_5_tn_mwad_khwraky_ra_az_byn_brdnd.jpg

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي او تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د له منځه وړلو په موخه د اړوندو امارتي ادارو په همکارۍ نیږدې پنځه ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي را ټول او له منځه یو وړل.

محتسبینو په دې ولایت کې د اړوندو امارتي ادارو سره په همغږۍ له تجارتي ځایونو او هټۍګانو څخه د څارنې پر مهال پنځه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیري خوراکي توکي را ټول او له منځه یو وړل.

ورته مهال محتسبینو له سوداګرو او هټۍوالو سره په اصلاحي ناستو کې ټینکار وکړ، چې په ورځنیو سوداګریزو کړنو کې له سود، احتکار، په ترازو کې له خیانت کولو او هغو ټولو کړنو څخه ډډه وکړي چې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وي او زیاته یې کړه تر څو معیاري اجناس بازار ته وړاندې شي او په دې برخه کې د تقلب مخه ونیول شي.

د یادولو وړ ده، چې محتسبین په ټول هېواد کې د خپلو کړنو پر دوام په دوامداره توګه له سوداګرو او هټۍوالو سره ناستې کوي چې ور سره په یاده برخه کې د زیاتو ناوړه کړنو مخه نیول شوې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS