نورستان کې محتسبینو د نرخونو کنټرول تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۴
dr_nwrstan_nrkh_kntrw_l_shd.jpeg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نورستان ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال په زیاته اندازه  تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي، چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي، چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS