په غزني، نیمروز او تخار ولایتونو کې اووه مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل شول

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۲۱
dr_ghzny_nymrwz_w_tkhar_hft_zn_bh_myrath_w_dst_yaftnd.jpg

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په تخار، نیمروز او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې اووه هغو مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور شرعي حقوق وسپارل، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو او د کورنیو له غړو  څخه یې د خپلو شرعي حقونو قضیې نا حل پاتې وې.

 مسؤلین وایي:یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث، نفقې او ولور غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپلو شرعي حقوقو په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حقوق تر لاسه کړل.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS