په ملت ترحم وکړئ، په بدو الفاظو څوک معروف ته مه رابولئ

org_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۰:۶
mopvpe

پورتنی خبرې ننګرهار کې د ۷ ورځني سيمينار په وروستی ورځ شیخ امیرجان ثاقب صاحب محتسبینو ته وکړې او و یې ویل چې منصب باید یوه مرتبه و نه ګڼل شي، بلکې د خدمت ذریعه وګرځي.

هغه زیاته کړه چې داعي باید د خلکو لپاره رحمت وي، په ملت ترحم وکړئ په بدو الفاظو څوک نیکیو ته مه رابولئ.

د دې تر څنګ د سيمينار پرمخ بیوونکي شیخ محمد ثواب حقاني محتسبینو ته و ویل چې د منکر مخنیوي کې مو نیت باید سم وي، هدف دا نه وي چې د یو چا تذلیل وشي.

همدغه سمينار ته د اصلاح او تربیت رئیس مولوي محمدیحیا عارف و ویل چې د اسلامي نظام لب لباب او خلاصه امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی او د ایمان کمال په امر بالمعروف او نهی عن المنکر سره راځي.

mopvoe

هغه محتسبینو ته په خطاب کې و ویل چې تاسو د ا.ا او اسلامي نظام ترجمانان یاست، خپلو کړنو ته مو فکر کوئ، هغه ډول دعوت کوئ چې قران او حدیث وایي.

عارف و ویل، شهیدانو قرباني ورکړه، تاسو ته یې ازادي په خپلو وینو راوستله، خو د اسلامي نظام قیام یې تاسو ته وسپاره.

نوموړي وړاندې و ویل د ملت له تیرو څلويښتو کلونو راهیسې وکړېده، تاسو یې باید و نه کړوئ، د دعوت طریقه مو باید په ډیره سمه توګه وي، خو د ملت ارمان مو هم هیر نشي، چې اسلامي نظام دی.

د اصلاح او تربیت رئیس و ویل د یو منکر مخنیوي کې که زور کاروئ، په داسې توګه ونشي چې له دغې منعې فساد رامنځته شي، داسې طریقه وکاروئ چې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړئ.

نوموړي په پای کې مسئوليتونه ته په خطاب کې و ویل چې د مشرتابه د امر سره سم د خلکو په وړاندې یې دروازې باید خلاصې وي،رسمي وخت کې د خپلو ملګرو پرځای باید خلکو ته وخت ورکړي، کنه وي د الله د رحمت دروازې به درباندې وتړل شي او بیا به مو دعا هم نه قبلیږي.

mopvoe

د یادونې وړ دی چې په تول هیواد کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو ته سيمينارونه په لار اچول شوي چې پیل یې له ننګرهار څخه وشو او تر دې وروسته به همداسې دغه پروګرام په جریان کې وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS