په میدان وردګ ولایت کې د بدل واده جبري نکاح فسخ او مېرمنو ته د شرعي نکاح حق ورکړل شو

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۹
yk_nkah_ahbary_dr_pktyka_jlwgyry_shd.jpeg

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو له لوري دوه نجونې چې د یوې بلې په بدل کې په جبري توکه کوژده شوې وې او د دواړو کورنیو تر منځ له اوږدې مودې راهیسې  د اوږدمهالو شخړو له امله یادې نجونې د خپلو پلرونو په کورنو ناستې وې او سختو ذهني او رواني فشارونو سره مخ وې وژغورل شوې او د جبري کوژدې فسخ کولو او په خپله خوښه د شرعي او قانوني واده کولو حق ورکړل شو.

 د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب دواړو کورنیو ته د یادو نجونو پر وړاندې شوی ظلم او ناروا چلند په څرګند ډول بیان کړ او د شرعي او ټولنیزو اصولو په رڼا کې یې د دواړو لوریو ترمنځ روغه جوړه وکړه.

محتسبینو د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د شوې پرېکړې له مخې، دواړو نجونو ته د بدل واده د فسخ کولو او په خپل اختیار په بل مناسب ځای کې د واده کولو شرعي او قانوني حق ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS