په پکتیا کې محتسبینو دوو غیرشرعي نکاح‌ګانو مخنیوی وکړ

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۰
ph_pktya_dwh_ghyr_shry_nkah_mkhnwy_shwy_dy.jpg

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا ولایت محتسبینو دوه  مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

 یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې؛ وروسته له هغه یې د نکاح مخه ونیول شوه، چې د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیکا، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په سرپل، کاپیسا، زابل او نورستان ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

BACK TO NEWS