پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۸۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۱۱
pktyka_mhtsbyn_dshmny_80_salh_ra_hl_krdnd.jpeg

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ لستور کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل پر سر را پورته شوې ۸۰ کلنه دښمني چې د ګڼو ستونزو لامل شوې وه حل او د دواړو لوریو ترمنځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې نیږدې اته لسیزې یې دوام وکړ، چې د د دوامداره شخړو لامل شوې وه او د یادو کورنیو تر منځ یې واټن او ناخوښي لا پسې پراخه کړې وه د یاد ولایت محتسبینو، د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې اووه لویې دښمنۍ حل کړې او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS