پکتیکا کې محتسبینو دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۶
njat_dw_zn_dr_pktyka.jpeg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په زرغون شهر او اورګون نکه ولسوالیو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

 په تړاو یې مسؤلین وایي:  یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۲۸
Background image

بادغیس ولایت کې هغه کس ونیول شو چې د نبوت دعوی یې کړې وه

د بادغیس ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د قادس ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه کس، چې د نبوت دعوه یې کوله، نیولی دی.

د مسؤولینو په وینا، یاد کس ادعا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۸
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۳۸) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، پکتیا، جوزجان، فاریاب، نیمروز، سرپل او غزني ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند ولایتي رئیسانو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو، د شکایتونو اورېدلو آمرینو او د مالي او اداري برخې کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې، لا ښې همغږۍ. . .

BACK TO NEWS