پکتیکا کې محتسبینو د یوې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیوله

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۳۸
dr_pktyka_yk_dkhtr_njat_yaft_az_nkah_ajbary.jpeg

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په سروضه ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال د هغه ځوانه مېرمن له   ناخوښه نکاح  څخه وژغورله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د ناوړه دودونو په اساس یې د هغې له خوښې پرته په جبري توګه په نکاح ورکړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښتې پرته یې په جبري توګه په نکاح کړي، چې محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنو د شرعي حق د ورکړې په موخه یاده مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۳۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۶۷) د کورني تاوتریخوالي، (۱۶). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

محتسبینو په کابل او لوګر ولایتونو کې درې کوډګر نیولي دې

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کابل او لوګر  ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۳۷
Background image

د هېواد په څلورو ولایتونو کې (۱۵) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، فراه، میدان وردګ او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۵). . .

BACK TO NEWS