کابل کې د امر بالمعروف مسؤلینو د سحري وسایلو خرڅلاو لوی پټن ځای کشف او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۲۷
dstgyry_jadwgr_dr_kabl.jpg

 
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کابل ښاري ریاست محتسبینو د شپږمې حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د ځایي اوسېدونکو په همکارۍ هغه دوه تنه نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي، چې په پټه یې سحري کتابونه او په کوډو کې کارېدونکي جنسونه خرڅول.

په تړاو یې د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، چې د ځایي خلکو په همکارۍ یې هغه پټن ځایونه کشف او له منځه وړي، چې پکې په لویه کچه سحري وسایل او کتابونه پېر او پلور ته وړاندې کېدل.

 نوموړی ټینګار کوي، چې په پوره توان به د هغو ټولو ناوړه کړنو او کارونو مخه نیسي چې په ټولنه کې د خرافاتو ترویج او د غیر شرعي کړنو تر سره کولو ته لار هواروي او خبر داری ورکوي، هغه کسان، چې د وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې کړنې کوي د اصلاح او سمون په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت مسؤلینو په تېره زمري میاشت کې د هېواد په کچه لسګونه کوډګر نیولي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۴
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلینو د هېواد مشرقي زون له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې ریاست مسؤلینو او نظامي محتسبینو د هېواد مشرقي زون څلورو. . .

BACK TO NEWS