کابل کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۱۲
kabl_d_swda_grw_nasth_wshw.jpg

د پلازمېنې کابل ښاري ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه له یو شمېر سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

 مسؤلینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د نورو اصلاحي کړنو ترڅنګ د محتسبینو دغه کړنې ستایي او له مسؤلینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت د شویو سپارښتنو د تطبیق په برخه کې جدي کړنې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS