کاپیسا کې محتسبینو اوږد مهاله دښمني پر دوستۍ بدله کړه 

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۱۴
kapysa-_hl_ahtlafat_-_pshtw.jpg

د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې، د ځینو امارتي ادارو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د قتل پر سر راپورته شوې اوږد مهاله دښمني  پر دوستۍ بدله کړه.
دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه، د یاد ولایت د تګاب ولسوالۍ محتسبینو د ځینو امارتي ادارو او د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

په دې پار جوړې شوې ناستې ته ددې ولسوالۍ محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورورولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی. 
 بلخوا د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS