کندز کې محتسبینو له دیني عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۲۲
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 د کندز ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته  وکړه.

د ناستې ګډونوالو ته په خبرو کې د یاد ولایت د امر بالمعروف رئیس الحاج مولوي نجیب الله غفوري د علماوو رول د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق او قوانینو د تنفیذ په برخه کې حیاتي وباله او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په برخه کې دې د جمعې د لمونځونو په خطبو او نورو دیني غونډو کې خبرې وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

ورته مهال د ناستې ګډون والو په دې ولایت کې د محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د شرعي قوانینو په پلي کولو او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS