کونړ ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب دوه کلنه دښمني حل کړه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۵
dr_knr_dw_dshmny_hl_shd.jpeg

د کونړ ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په نورګل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې پر سر راپورته شوې دښمني حل کړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې او له هغې سره د ناوړه چلند کولو له امله را منځته شوې وه او د دوامداره شخړو لامل شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره جدې میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

BACK TO NEWS