زابل کې یوه مېرمن (۶) کلن ماشوم ته په جبري توګه له نکاح کولو څخه وژغورل شوه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۵:۳۸
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت د امربالمعروف محتسبینو یوه مېرمن چې د خسرګنۍ د غړو له لوري، یوه شپږ کلن ماشوم ته په جبري توګه په نکاح ورکول کېده وژغورله.

په دې تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست رئیس مولوي محمد ابراهیم جاوید وویل، یاده مېرمن چې خاوند یې وفات شوی و او د مړه شوي کس قریبانو غوښتل چې یاده مېرمن یوه شپږ کلن ماشوم ته په زور په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري د دغې اجباري نکاح مخه ونیول شوه.

هغه دغه راز زیاته کړه: د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د ورکړې او خوندیتوب په موخه د توشیح شوي قانون له مخې ژمن دي، چې د مېرمنو ټولو شرعي حقونو ته رسېدنه وکړي او هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د پښتونولۍ د بې معنی غیرتونو او غیر شرعي کړنو پر اساس د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامه ذهنیت د سمون، معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث او مهر ورکړې تر څنګ د نوي کال له پیل سره سل ګونه مېرمنې له اجباري ودونې څخه ژغورلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۶۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او. . .

BACK TO NEWS