د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۱۷
khbrhay_hfth_awl.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس د ټولنیز سمون په موخه کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو را ټولول:

په دې اونۍ کې، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د نوي فرمان د عملي کولو او د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه، له هلمند او غزني ولایتونو څخه ۴۲۲ تنه رواني ناروغان راټول او د یادو ولایتونو اړوند سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور سپارلي دي.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۶۳) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې (۲۸) د کورني تاوتریخوالي، (۵) د میراث، (۹) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۶) د ولور، (۶) د نفقې ورکړې، (۴) د طلاق او (۵) مېرمنو ته د شرعي نکاک کولو زمینه برابره شوې ده.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه اته لویې دښمنۍ او (۱۸) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۷) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

دغه راز محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۶۲) اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS