د میدان وردګ ولایت محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ولسي ناسته و کړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۳۱
dr_mydan_wrdk_ba_aqshar_mkhtlf_nshst_shd.jpeg

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف محتسبینو ددې ولایت  له دیني عالمانو، ځوانانو  او  قومي مخورو سره  په جوړه شوې ناسته کې دیني عالمانو ته په خطاب کې  وویل، د الهي احکامو په سم ډول د ټولنې تر خلکو رسول مو مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.

دا ناسته چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی او په دې برخه کې د دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو مرسته وه محتسبینو دیني عالمانو او قومي مخورو  ته وویل، د امربالمعرفو وزارت له لوري د ټولنې د سمون په موخه شوې سپارښتنې الهي قوانین دي چې پلي کول یې زمو ږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.

دغه راز یې په ناسته کې له دیني عالمانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو پر لومړنیو خبرې وکړي او خلکو ته په ټولنه کې د امربالمعروف ارزښت بیان کړي.

ورته مهال د ناستې ګډون والو د محتسبینو له لوري د داسې ناستو جوړول له اسلامي نظام سره د ولس د همکارۍ مهم راز وباله او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې د حجاب دودول او په ودونو او نورو خوښیو کې د بېځایه دودونو او لګښتونو بندیز یې د ټولنې د ثبات او سمون غوره لار وبلله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS