سرپل کې د محتسبینو په هڅو دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۵۰
whatsapp_image_2026-10-12_at_8.36.54_am.jpeg

   د سرپل ولایت  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د صیاد ولسوالي دره بند  کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل د تور له امله رامنځته شوې دښمني چې د ګڼو ستونزو لامل شوې وه حل او د دواړو لوریو ترمنځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د د دوامداره شخړو لامل شوې وه او د یادو کورنیو تر منځ یې واټن او ناخوښي لا پسې پراخه کړې وه د یاد ولایت محتسبینو، د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې یولس لویې دښمنۍ حل کړې او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۵۰
Background image

سرپل کې د محتسبینو په هڅو دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د سرپل ولایت  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د صیاد ولسوالي دره بند  کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل د تور له امله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۷
Background image

تأکید محتسبین در شش ولایت بر رعایت احکام شرعی در معاملات تجارتی

محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ادامه فعالیت‌های روزمره خویش و مطابق احکام شرعی و رهنمودهای این وزارت، به‌منظور تأمین معاملات مشروع، ایجاد نظام اقتصادی سالم،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۴
Background image

جلوگیری از نکاح تحمیلی شش زن در چهار ولایت کشور

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در چهارچوب مسؤلیت‌های شرعی خویش و در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، رسیدگی به شکایات مردمی و تأمین حقوق شرعی زنان، در ولایت‌های. . .

BACK TO NEWS