لوګر کې (۱۰) کلنه دښمني چې د قتل لامل شوې وه د محتسبینو له لوري حل شوه 

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۱۸
hl_akhtlafat_dr_lwgr_bh_asas_qtl_swrt_grfth_bwd

د لوګر ولایت محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین، قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د د ې ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې (۱۰) کلنه دښمني حل او پر دوستۍ بدله کړه.

په تړاو یې د دې ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي عبدالحکیم حقاني وویل: یاده دښمني، چې له تېرو لسو کلونو راهیسې روانه وه، چې د یوې مېرمنې پر قتل سر بېره د شخړو او ګڼو نورو ستونزو لامل شوې وه د لوګر ولایت د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل او پر دوستۍ بدله شوه.

بلخوا په دښمنۍ کې ښکېلو اړخونو د دې دښمنۍ پر حل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به پخپلو کې د وروڼو په څېر ژوند تېروي.
 
د یادلو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تر دې وړاندې هم د هېواد په کچه د سلګونو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۷
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

جلوگیری از دو مورد نکاح اجباری در ولایت پروان و فراهم‌شدن زمینه ازدواج یک زوج جوان در ولایت غزنی

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات از دو مورد نکاح اجباری در ولسوالی‌های بگرام و سیدخیل ولایت پروان جلوگیری کرده و در رویدادی جداگانه، زمینه ازدواج شرعی یک زوج جوان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۰
Background image

بازداشت یک تن به اتهام جادوگری در ولسوالی اشکمش ولایت تخار

در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، جلوگیری از منکرات و تأمین نظم و اصلاح امور اجتماعی، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، یک تن را به اتهام انجام اعمال جادوگری در. . .

BACK TO NEWS