د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر تخار ولایت ته سفر وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۰:۹

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یو رسمي سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو، احکامو او هدایاتو د لا ښه پلي کېدو او عامه پوهاوي په موخه د دغه ولایت له ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې وویل: د جهاد اصلي موخه د کفارو پر وړاندې یوازې مبارزه نه ده، بلکې د جهاد اصلي موخه د شر او فتنې له منځه وړل او ټول شرعي قوانین پلي کول دي او زیاته یې کړه، مسؤولین د هېوادوالو ستونزو اورېدلو ته ژمن دي چې د هر مظلوم د حق پوښتنه کوي.

همدا راز ښاغلي الحنفي وویل، د اسلامي نظام د مشرتابه اطاعت او پلوي د هر مسلمان وګړي مکلفیت دی، مسؤولین مکلف دي تر څو اسلامي شریعت پلی کړي او وګړي بیا پر دې مکلف دي چې د اسلامي نظام ملاتړ او اطاعت وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې علماء دنده لري ترڅو د منبر او محراب له لارې د حکومت او ټولنې ترمنځ ښې اړیکې را منځته کړي.

هغه مسؤولینو ته په خطاب کې وویل: د شهیدانو ارمانونو او خپلو مسؤولیتونو ته ژمن پاتې شئ او د اوسني اسلامي نظام د دوام او پايښت په موخه هڅې وکړئ او زیاته یې کړه د اسلامي شريعت پلي کول زمونږ سره کرښه ده او په یاده برخه کې د هېچ چا پروا نه کوو.

ورپسې د تخار مرستیال والي ملا خان محمد حقاني د ښاغلي وزیر صاحب ورتګ ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري صادر شوو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو په پلي کولو او تر نورو رسولو کې پوره هڅه کوي.

نوموړي همدارنګه  ډاډ ورکړ چې د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په برخه کې به د محتسبینو سره بشپړه همغږي او همکاري کوي.

ورته مهال ځایي اوسېدونکو او قومي مشرانو د امربالمعروف وزارت کړنو او فعاليتونو څخه د قدرداني ترڅنګ وویل: د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته تخاري ولسونه په بشپړ امنیت کې ژوند کوي، اسلامي شریعت پلی او منکرات ختم شوي او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت د یو عسکر په څېر به د اسلامي نظام ملاتړ کوي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یوې جلا لېدنې په ترڅ کې د یاد ولایت محتسبینو سره ولیدل او هغوی ته یې د امر بالمعروف نهې عن‌ المنکر پر ارزښت، د محتسبینو د فعالیتونو او چارو د لا ښه مخته وړلو په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵
Background image

محتسبین در هفت ولایت مردم را به رعایت حجاب اسلامی و پرهیز از شنیدن موسیقی تشویق و آگاهی‌دهی نمودند

محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت‌های کاپیسا، نورستان، سرپل، تخار، ارزگان، غزنی و کنر، در جریان فعالیت‌های نظارتی و اصلاحی خویش، به  باشنده گان این ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۵۲
Background image

نظارت محتسبین وزارت امر بالمعروف از مراکز تجارتی و برگزاری نشست‌های اصلاحی با کسبه‌کاران و تاجران سه ولایت

محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت های کندز، بغلان  و تخار در ادامه برنامه‌های نظارتی و اصلاحی خویش، از شماری از مراکز تجارتی، دکان‌ها و مکان‌های عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۳۹
Background image

یک دختر از بد دادن در بدل صلح و حل منازعه در ولسوالی دوشی ولایت بغلان نجات یافت

در پی رسیدگی منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات به یک منازعه خانوادگی در ولسوالی دوشی ولایت بغلان، توافق قبلی دو خانواده مبنی بر دادن یک دختر در بدل صلح و حل‌وفصل. . .

BACK TO NEWS