د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د امربالمعروف وزارت اړوند مرکزي او ولایتي رئیسانو ته د تزکیې، مذاکرې او ذکر دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۱:۵۵

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند مرکزي او ټولو ولایتي رئیسانو د تزکیې، مذاکرې او ذکر په موخه د یوې دوه ورځنۍ ناستې په ترڅ کې *د اسلامي امارت له زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله سره وکتل.

په دغه ناسته کې عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، ګډون والو ته د دندو د ښه ترسراوي او په چارو کې د اغیزمنتیا په موخه د ګڼ شمېر لارښوونو ترڅنګ د احتساب پر ارزښت وغږېد او هغه یې د نبي کريم ﷺ او خلفاء راشدینو سنت وباله.

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله ولایتي رئیسانو ته په خطاب کې وویل: امربالمعروف او نهې عن المنکر د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه دی چې ترسره کول یې د اسلامي نظام د ټینګښت او پایښت اصلي لامل ګڼل کېږي.

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله همداراز د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: محتسبین باید د ولس ستونزې واوري او د ټولو هغه کړنو چې په ټولنه کې د ستونزو رامځته کېدو لامل کېږي( لکه په بازارونو کې په لوړ قېمت پېر او پلور، غش او احتکار) مخنیوی وکړي د مظلومو حقوق ورکړي، مسؤلین د اولس کارونو ته رسیدنې ته وهڅوی. د دې ترڅنګ محتسبین دنده لري ترڅو د ټولنې د ځوان نسل فکري جوړښت او رغښت کې رغنده ګامونه پورته کړي، ترڅو وشو کولای یو سالم ټولنیز چاپیریال رامنځته کړو.

همدارنګه عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله رئیس صاحبانو ته په خطاب کې وویل چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کوونکي د خلکو د اصلاح مسؤولیت لري، نو په کار ده ترڅو په یاده چاره کې له نرمښت او غوره چلند څخه کار واخیستل شي.

ورپسې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې محتسب باید د علم، اخلاص، تقوا، عدل او ژمنتیا په ځانکړنو سمبال وي.

ښاغلي شیخ صاحب همدا راز وویل، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې اړینه ونډه لري او د هغوی د ستونزو حل او خپلو حقونو ته د رسېدلو لپاره يواځينۍ  ډاډمنه لاره ده.

هېره دې نه وي چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرکزي او ولایتي رئیسانو هم د یادې ناستې پر جوړېدا د خوښۍ په څرګندولو سربېره خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه له عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره شریک کړل، چې د هغه له لوري ورسره د ستونزو د حل او په دې برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۸:۴۷
Background image

تطبیق موفقانه ارشادات شرعی درعقد دو نکاح خلاف شریعت اسلامی در ولایات بلخ و سمنگان

در راستای تطبیق فرامین امیرالمؤمنین حفظه ‌الله و دفاع از حقوق شرعی زنان، محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ و سمنگان موفق به جلوگیری از دو مورد عقد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

رسیدگی فوری به شکایت دو خانم از تهدید به ازدواج اجباری در ولایت کاپیسا

ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت کاپیسا، در پی ثبت شکایت رسمی از سوی دو زن (مادر و دختر) ساکن ولسوالی حصه دوم کوهستان این ولایت، یک جوان که متهم به برخورد غیراخلاقی،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۸:۴۵
Background image

رسیدگی به چندین قضیه مهم خشونت خانوادگی توسط مسئولین ریاست‌ های امر بالمعروف، در ولایت های فاریاب، ارزگان و بلخ 

مسئولین ریاست‌ های امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت‌ های فاریاب، ارزگان و بلخ به چهار قضیه مهم خشونت خانوادگی علیه زنان به گونه ‌ای شرعی و اصولی رسیدگی کرده و مظلومین. . .

BACK TO NEWS