د ننگرهار ولایت محتسبینو د یو شمېر سوداگرانو سره اصلاحي ناسته وکړه

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د یو سالم بازار درلودلو په موخه د تازه میوې او سبزيجاتو اتحادیې له استازو، سوداګرو او کسبه ګرو سره ناسته کې له هغوی وغوښتل ترڅو خپلې چارې د اسلامي شریعت له مخې ترسره کړي او د احتکار، غش او تله کې له بې عدالتۍ څخه ډډه وکړي.