جوزجان کې محتسبینو در روان کال په اوږدو کې(۴۴) مېرمنو ته د هغوی شرعي حقوق ورکړي

د جوزجان ولایت محتسبینو د اسلامي اصولو په رڼا کې د مېرمنو د شرعي حقونو ساتنې په موخه د روان کال په اوږدو کې د(۴۴) مېرمنو حقوقي قضیو ته رسېدنه کړې، چې له ډلې یې د(۶) اجباري نکاح ګانو مخه نیول شوې، (۵) مېرمنې له میراث څخه برخمنې شوي او پاتې (۳۳) له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې دي.