بغلان کې په جبر ودېدونکې نجلۍ وژغورل شوه

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ محتسبینو د دوو کورنیو ترمنځ د هغې بدل نکاح مخه ونيوله چې یوه لوري خپله لور د هغې له رضایت پرته په نکاح ورکوله. محتسبینو دواړه خواوې راوبللې او د اړینو لارښوونو ترڅنګ یې د هغوی ترمنځ د خبرو اترو له لارې د اسلامي اصولو سره سم سره نکاح فسخه کړه.