زابل کې د محتسبینو په مرسته یوې مېرمنې پخپله خوښې نکاح وکړه

د زابل ولایت محتسبینو هغې ښځې ته خپل حق ورکړ، چې غوښتل یې پخپله خوښه نکاح وکړي، خو د ناوړه دودونو او بېځایه غیرتونو له امله منع شوې وه.
محتسبینو د یادې ښځې له شکایت وروسته د علماوو په همغږۍ ستونزه حل کړه او د خپلوي لپاره یې د دواړو کورنیو رضایت تر لاسه کړ.