محتسبین: رسنۍ د عامه ذهنیت د سمون او ټولنیزې اصلاح په برخه کې تر بلې هرې وسیلې اغېزمنې دي 

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۳۶
kabl-rsny_dhnyt_jwrwl.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په پلازمېنه کابل کې، د یو شمېر چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې وویل، په اسلامي نظام کې رسنۍ د ځوانانو فکري رغښت، ټولنیز ذهنیت سمون او اصلاح په برخه کې تر بلې هرې وسیلې اغېزمنې دي او د منبر حیثیت لري.

محتسبینو د یادو نشراتي ادرسونو له مسؤولینو سره په ناستو کې وویل، د نوي نسل  د عامه ذهنیت جوړلو له پاره داسې اصلاحي خپرونې او چاپي مواد ترتیب کړئ چې لوستي ځوانان په شعوري ډول اسلامي قوانینو ته ژمن پاتې شي او نوی نسل په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
د هغوی په وینا، دښمن له هر لوري هڅه کوي، چې خپل دود او کلتور زموږ ټولنې ته راوړي، چې پر وړاندې یې مبارزه زموږ او ستاسو ګډ شرعي او هېوادنی مسؤولیت دی.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم، محتسبینو له هټۍ ‌والو او د سوداګريزې برخې له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته ویلي و، چې په سوادګریزو خبرتیاوو کې د داسې څه له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۲
Background image

حل وفصل ۱۰ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در چهار ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل‌ منازعات و دشمنی ‌ها میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، کابل، جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

سه زن در ولایت های بلخ و غور به حق مهریه خویش رسیدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به سه قضیه حقوقی زنان در زمینه مهریه در ولایت های بلخ و غور به ‌گونه همه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

BACK TO NEWS