د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د بهر مېشته افغان علمي او ټولنیزو شخصیتونو له پنځلس کسیزه پلاوي سره وکتل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۵۳


د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشته افغان علمي او ټولنیزو شخصیتونو له پنځلس کسیزه پلاوي سره لیدنه کې په ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.


د ناستې پیلیزه وینا کې شیخ محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د اسلام مبارک دین اساسي موخه د انسان د بندګۍ له زنځیرونو څڅه د بشریت خلاصون دی.

ښاغلي شیخ صاحب همداراز د یاد وزارت په لاسته راوړنو او کړنلارو مفصلې خبرې وکړې او ویې وویل چې په ټولنه کې د خلکو عامه پوهاوي لوړېدا لپاره په لویه کچه هڅې روانې دي او د خلکو سره پراخه همغږي شتون لري.

ښاغلي شیخ صاحب ټینګار وکړ چې د خویندو او عامو وګړو د ټولو شرعي حقونو خوندیتوب په پار د یاد وزارت په هڅو د خلکو لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه شوې، ۲۵ زره خویندو ته میراث ورکړل شوی او د ګڼ شمېر نورو ناوړه دودونو مخنیوی ترسره شوی دی.
شیخ صاحب همداراز روښانه کړه چې افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د بېلابېلو هېوادونو فکري او فزیکې جګړې ښکار وو، خو نن مسؤولین د خلکو، دیني علماوو او مشرانو سره په مشوره او همغږۍ د نظام چارې مخته وړي.
ښاغلي شیخ صاحب همداراز له یاد پلاوي وغوښتل څو د خپل دیني مسؤولیت له مخې د اسلامي نظام مثبت انځور او پیغام تر نړیوالو ورسوي او د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي.

ورته مهال یاد پلاوي په جوړه شوې ناسته خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: موږ د محتسبینو له کړنو خوښ یو او تر اوسه مو هېڅ داسې پېښه نه ده لیدلې چې پکې د محتسبینو له لوري زور، جبر یا غیر اسلامي چلند شوی وي.

هغوی همداراز وویل، تل یې هڅه کړې، څو له هېواد څخه بهر د ناستو او لیدنو له لارې په هېواد کې شته حقایق او مثبت بدلونونه تر نړیوالو او جلا وطنه افغان وکړو ورسوي.

د یاد پلاوي غړو په خپلو خبرو کې وویل چې اسلامي امارت په تېرو څو کلونو کې دا ثابته کړې چې د اسلامي شریعت د پلي کولو ترڅنګ د هېواد ابادۍ، پرمختګ، خپلواکۍ او پر ځان بساینې ته ژمنتیا لري.

هغوی همداراز زیاته کړه چې افغان ولس نور د بهرنیو هېوادونو د سیاسي او نظامي لاسوهنې ستړی دی او ډاډ یې ورکړ چې د افغان ولس او اسلامي امارت د غږ پیاوړتیا او شته حقایقو انعکاس کې به له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي. 

د یادولو ده چې په دې ناسته کې د اسلامي شريعت پر تطبیق، مشروع نړیوال تعامل، د افغان ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، د خلکو د شکایتونو اورېدلو، د افغان وکړو د شرعي حقوقو خونديتوب، د ناوړه دودونو مخنیوي او ګډې همکارۍ مفصلې خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري له دې وړاندې هم له هېواد څخه بهر مېشتو افغانانو سره لیدنو کې له هغوی سره په ګډې او دوه اړخیزه همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در پرتو احکام اسلامی با تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در راستای ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی، تأمین حقوق شرعی مردم به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

محتسبین به مناسبت آغاز سال تعلیمی جدید در ولایات گرم سیر با مسئولان، استادان و شاگردان نهادهای آموزشی ولایت کنر نشست‌های اصلاحی برگزار کردند

محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات به مناسبت آغاز سال تعلیمی جدید در ولایت‌های گرم سیر، با مسئولان، استادان و شاگردان نهادهای تعلیمی و تحصیلی ولایت کنر نشست‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۲
Background image

رهایی نزدیک به ۴۰ زن از خشونت و ظلم خانوادگی در هفت ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ، در نتیجه رسیدگی به شکایات و تلاش‌های اصلاحی، ۳۷ زن را از ظلم و خشونت خانوادگی در ولایت‌های زابل، بلخ، تخار، میدان وردگ، پکتیکا،. . .

BACK TO NEWS