لوګر کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل پر سر راپورته شوې دوه کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۸:۴۹
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ شیخانو کلي کې، محتسبینو د ټولنې اصلاح او ټولنیز عدالت ټينګښت په موخه د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب، د دوو قومنو تر منځ د قتل پر سر راپورته شوې دښمني، اسلامي اصولو او قومي ارزښتونو ته په کتو پر دوستۍ بدله کړه.

په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې، محتسبینو د دواړو لوریو د پخلاینې تر څنګ د دښمنۍ پاللو او بې اتفاقۍ پر بدو پایلو خبرې وکړې او له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې پاتې ژوند د ورورولۍ په فضاء کې تېر کړي او د انتقام اخیستلو او دښمنۍ پاللو څخه ډډه وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې، د نوي کال پیل سره د لس ګونو قومي بدیو، قومي تعصباتو او هغو بدو پېښو مخه نيولې چې ټولنیز ژوند ګواښي او نا امنیو ته لار هواروي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۲
Background image

حل وفصل ۱۰ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در چهار ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل‌ منازعات و دشمنی ‌ها میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، کابل، جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

سه زن در ولایت های بلخ و غور به حق مهریه خویش رسیدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به سه قضیه حقوقی زنان در زمینه مهریه در ولایت های بلخ و غور به ‌گونه همه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

BACK TO NEWS