د بغلان ولایت د امر بالمعروف رئیس د یاد ولایت له امنیه قومندان او نورو امنیتي مسؤلینو سره د اصلاحاتو په موخه ناسته ترسره کړه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۵۴
bghlan_-_nshst_ba_msywlyn-_pshtw.jpg

د بغلان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي خلیل‌الرحمن راشد د ولایت د امنیه قومندانۍ،  امنیتي ارګانونو له مسؤلینو، آمرینو، مدیرانو او مجاهدینو سره د اصلاحاتو په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

دغه غونډه چې د یاد ولایت  امنیه قومندان مولوي عبدالحق حقاني په مشرۍ  او د نظامي او ملکي پرسونل په حضور کې ترسره شوه، په کې د هېوادوالو سره د ښه سلوک، د خدماتو په وخت وړاندې کولو، او له بیت المال څخه دسمې استفادې په تړاو سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

په یاده ناسته کې ښاغلي راشد ټینګار وکړ چې د ادارې د ښه والي او د خلکو د رضایت د ترلاسه کولو لپاره باید ټول مسؤلین له خپلو مسؤلیتونو په بشپړ ډول خبر وي، له خلکو سره ښه سلوک وکړي، له بیت المال څخه شخصي استفاده ونه کړي او خپلې دندې په رښتینولي او مسلکي ډول تر سره کړي.

د غونډې په پای کې د امنیه قومندانۍ او امنیتي ارګانونو مشرانو د همکارۍ او ګډو هڅو ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د منکراتو  په مخنیوي او د معروفاتو په اقامه کې به له محستبینو سره مرسته کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۳
Background image

رهایی یک دختر از قید ازدواج اجباری در ولایت بلخ

مسئولین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت بلخ در راستای تأمین حقوق شرعی زنان با بررسی یک قضیه خانوادگی، یک دختر جوان را از قید ازدواج تحمیلی که به مدت پنج سال بدون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۷
Background image

به ۸ قضیه حقوقی زنان در زمینه میراث و مهریه در چهار ولایت رسیدگی شد

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به هشت قضیه حقوقی زنان در زمینه های میراث و مهریه در ولایات تخار، فاریاب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

نجات ۱۲ زن از خشونت ‌های خانوادگی در چهار ولایت کشور

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، فاریاب، ارزگان و میدان وردگ، به‌ منظور تأمین عدالت و حراست از حقوق شرعی زنان، ۱۲ تن از زنان که سالیان متمادی از. . .

BACK TO NEWS