میدان ورګ ولایت کې د شپږ کلن کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرمن د محتسبینو له لوري وژغورل شوه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۱۷
mydan_wrdk-_hl_akhtlafat_khanwadh_gy_-pshtw.jpg

 

 د میدان وردګ ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د عدالت د را منځته کولو په موخه یوه مېرمن چې د خپل خاوند له لوري له تېرو شپږو کلونو راهیسې له ظلم او کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله.

محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له تېرو شپږو کلونو راهیسې له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه؛ د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او له خاوند څخه یې ژمنه واخیستل شوه چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

محتسبین زیاتوي، هیڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي او په پوره توان سره به د هغو ټولو ناوړه کړنو مخه ونیسي چې د مېرمنو حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د عامه ذهنیت د سمون، معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او په ځانګړي ډول د مېرمنو د حقونو ورکړې برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او د مېرمنو د حقونو د تأمین غوره لار یې بولي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۴
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در پرتو احکام اسلامی با تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در راستای ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی، تأمین حقوق شرعی مردم به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۵
Background image

شیخ الحدیث مولوی محمد خالد الحنفی وزیر وزارت امر بالمعروف، در سفراش به ولایت نورستان با مسئولان، علمای دین و. بزرگان قومی ولسوالی دوآب این ولایت دیدار کرد

شیخ‌الحدیث مولوی محمد خالدالحنفی، وزیر وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ادامه سفرهای ولایتی خویش، با مسئولان، مجاهدین، علمای دین، بزرگان قومی و جوانان ولسوالی دوآب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۴۶
Background image

رئیس جدید ریاست امر بالمعروف، ولایت هلمند رسماً معرفی و به کار‌اش آغاز کرد

 شیخ مولوی محمد گل محمدی، معاون پیشین شورای علمای ولایت هلمند، به‌عنوان رئیس جدید ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات این ولایت معرفی و رسماً به کاراش آغاز کرد.

مراسم معرفی. . .

BACK TO NEWS