د محتسبینو په هڅو په کابل کې ۲۷ کلنه دښمني حل او پر دوستۍ بدله شوه 

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۸:۲۴
dr_wlayt_kabl_dshmny_27_salh_hl_shd_-pshtw.jpg

د کابل ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي په موخه د کابل په پغمان، بګرامي او قره باغ ولسوالیو کې (۶) وړې کورنۍ شخړې حل او یوه (۲۷) کلنه دښمني چې له تېرو اووه ویشتو کلونو راهیسې روانه وه، چې د شخړو او ګڼو نورو ستونزو لامل شوې وه د محتسبینو په هلو ځلو حل او پر دوستۍ بدله شوه.
د محتسبینو له لوري د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د روغې جوړې په پار جوړې شوې ناستې ته محتسبینو پخپلو خبرو کې وویل: قومي او ژبني دښمنۍ پالل له یوې خوا په هېواد کې راغلی امن ګواښي او له بل پلوه نوی نسل د بدیو دوام ته هڅوي، چې مخنیوی او پر وړاندې مبارزه یې زموږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی.
ورته مهال په دښمنۍ کې ښکېلو اړخونو، دیني عالمانو او قومي مخورو  د دې لوی ناورین پر مخنیوي خوښي وښوده او په ټولنه کې د محسبینو له لوري د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د ټولنې په معنوي رغښت کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د (۷۱) لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۷
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

جلوگیری از دو مورد نکاح اجباری در ولایت پروان و فراهم‌شدن زمینه ازدواج یک زوج جوان در ولایت غزنی

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات از دو مورد نکاح اجباری در ولسوالی‌های بگرام و سیدخیل ولایت پروان جلوگیری کرده و در رویدادی جداگانه، زمینه ازدواج شرعی یک زوج جوان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۰
Background image

بازداشت یک تن به اتهام جادوگری در ولسوالی اشکمش ولایت تخار

در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، جلوگیری از منکرات و تأمین نظم و اصلاح امور اجتماعی، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، یک تن را به اتهام انجام اعمال جادوگری در. . .

BACK TO NEWS