غزني کې ۹ مېرمنې د امر بالمعروف مسؤلینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۹:۲۶
d_shkhy_lparh_9_qdyh_hl_shwy_dy.jpg

د غزني  ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تېره اونۍ د خپلو کړنو پر مهال د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نهو مېرمنو بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او هغوی ته یې خپل شرعي حقوق سپارلي دي.

د یاد ولایت محتسبین زیاتوي، چې تېره اونۍ یې د ۲۱روغتیایي مرکزونو، ۵۷ تعلیمي مرکزونو، ۶۸ واده تالارونو، ۱۱۷ سلمانیو او ۴۲ ورزشي او تفریحي ځایونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې د وزارت له لوري په یادو برخو کې ټاکل شوي قوانین اورولي او له هغوی یې غوښتي، چې خپلې کړنې د وزارت د اصولو پر اساس تر سره کړي.

دغه راز د یاد ولایت محتسبینو په ۱۲۳ بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې ځایي خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د (۱۷) مې ګڼې فرمان په اساس له هغوی غوښتي، چې د ودونو، حج، عمرې او نورو خوښیو پر مهال دې د ناوړه دودونو له کولو ډډه وکړي.

ورته مهال د دې ولایت محتسبینو په ۵۲بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، د مېرمنو د حقونو، د اولاد روزنې، د والدینو احترام، نشه یي توکو د نه کارولو او نه قاچاق، سوداګریزې کړنې د اسلامي اصولو پر اساس تر سره کولو او په دې برخه کې له سود، احتکار او خیانت کولو څخه د ځان ساتنې پر موضوعاتو اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۲۳
Background image

حل وفصل شش منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در سه ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های نورستان، پنجشیر و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

هشت زن از خشونت های خانوادگی در ولایت بغلان نجات یافتند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت بغلان، در پرتو هدایت‌ های دینی و در پی دریافت گزارش ‌های مردمی، هشت تن از زنان را که در مرکز و ولسوالی دوشی این ولایت طی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۱
Background image

ریاست امر بالمعروف ولایت غزنی، مانع بد دادن سه دختر جوان شد

در ولسوالی گیرو و ناوه ولایت غزنی، پدران سه دختر قصد داشتند بر اساس رسوم ناپسند و خلاف ارزش های دینی، دختران خود را در مقابل پول به ازدواج اجباری وادار کنند که با تلاش های منسوبین وزارت. . .

BACK TO NEWS