د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په کندز او بغلان ولایتونو کې د محتسبینو لپاره څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۱۴
payan_smnyar_dr_kndz_.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په کندز او بغلان ولایتونو کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.

دا څلور ورځني روزنیز سمینارونه، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخو کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

ورته مهال د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دی له محتسبینو وغوښتل چې په تړاو یې عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري د هېواد په نورو ولایتونو کې ورته سمینارونه پای ته ورسېدل، چې د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ به لا هم دوام ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۳۴
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در پرتو احکام اسلامی با تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در راستای ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی، تأمین حقوق شرعی مردم به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۵
Background image

شیخ الحدیث مولوی محمد خالد الحنفی وزیر وزارت امر بالمعروف، در سفراش به ولایت نورستان با مسئولان، علمای دین و. بزرگان قومی ولسوالی دوآب این ولایت دیدار کرد

شیخ‌الحدیث مولوی محمد خالدالحنفی، وزیر وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ادامه سفرهای ولایتی خویش، با مسئولان، مجاهدین، علمای دین، بزرگان قومی و جوانان ولسوالی دوآب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۴۶
Background image

رئیس جدید ریاست امر بالمعروف، ولایت هلمند رسماً معرفی و به کار‌اش آغاز کرد

 شیخ مولوی محمد گل محمدی، معاون پیشین شورای علمای ولایت هلمند، به‌عنوان رئیس جدید ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات این ولایت معرفی و رسماً به کاراش آغاز کرد.

مراسم معرفی. . .

BACK TO NEWS