په پکتیکا کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
pktyka_mhtsbynw_myrmn_hqwnw

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د وړ ممۍ ولسوالۍ مسؤلینو یوه مېرمن، چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له لوري په فزیکي او رواني ډول ځورول کېدله او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

 مسؤلین وایی: یاده مېرمن، چې د خپل خاوند له لوري له رواني او فزیکي ځورونې سره مخ وه او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه چې یاده مېرمن د خپلو شرعي حقونو د غوښتنې په موخه د یادې ولسوالۍ محتسبینو ته د قضیې د حل په موخه عارضه شوه.

دغه راز د یادې ولسوالۍ محتسبینو د نوموړې مېرمنې خاوند ته د اسلام په مبارک دین کې د ښځو پر ارزښت او د هغوی د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغه یې ژمنه واخیسته چې په راتلونکي کې به داسې غیر شرعي کړنې نه تر سره کوي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په ټول هېواد کې یې تر ډېره حده د مېرمنو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو مخه نیولې او پر مېرمنو د ناوړه دودیزو دودونو کچه یې د پخوا په پرتله را کمه کړې ده، چې پر اساس یې مېرمنې کولی شي په ازاد ډول د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

زمینه اجرای عقد نکاح شرعی دو زن جوان در غزنی و فاریاب فراهم شد

به‌ منظور حمایت از حقوق شرعی زنان، ترویج ارزش ‌های اسلامی و رفع موانع موجود در مسیر ازدواج، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های غزنی و فاریاب، زمینه عقد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۲
Background image

اعاده حقوق شرعی پنج زن  در زمینه مهریه و نفقه

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به پنج قضیه حقوقی زنان در زمینه های مهریه و نفقه در ولایات تخار، غزنی،. . .

BACK TO NEWS