په لوګر او پکتیکا ولایتونو کې (۳) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۲۹
ph_lwgr_dw_myrmn_wzhghwrl_shwy_dy.jpg

 د پکتیکا او لوګر ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا، په یادو ولایتونو کې (۳) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلین وایي: نوموړې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو لسو کلونو راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۳۱
Background image

د میدان وردګ ولایت محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ولسي ناسته و کړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف محتسبینو ددې ولایت  له دیني عالمانو، ځوانانو  او  قومي مخورو سره  په جوړه شوې ناسته کې دیني عالمانو ته په خطاب کې  وویل، د الهي احکامو په سم ډول د ټولنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

یک جادوگر در ولایت بلخ از سوی موظفین وزارت امر بالمعروف بازداشت شد

یک تن به اتهام انجام اعمال خلاف شریعت اسلامی، از جمله سحر و جادوگری، از سوی موظفین وزارت امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات در ولایت بلخ شناسایی و بازداشت گردید.

این جادوگر که. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۵
Background image

نجات چهار زن از ازدواج اجباری در ولایت های نورستان، غزنی و غور

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت های نورستان، غزنی و غور در پرتو تطبیق احکام شریعت اسلامی و تامین حقوق شرعی زنان، از چهار مورد ازدواج اجباری زنان در. . .

BACK TO NEWS